ایکنانیوز د رهبرۍ د دفتر د اطلاع رسونې دم څانګې له قوله راپور راکړ،د بیت الله الحرام د حاجیانو په نامه د مسلمانانو د ولی امر او د اسلامی انقلاب د ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي د پیغام متن په دې ډول دی؛؛
بسم الله الرّحمن الرّحیم
و الحمد لله ربّ العالمین و الصّلاة و السّلام علی خیر البریّة سیّدنا محمّدٍ المصطفی و آله الطّیّبین و صحبه المنتجبین و من تبعهم باحسان الی یوم الدّین.
په زړه پورې ابراهیمي غږ چې د خداوندمتعال په فرمان سره ، درست انسانان په ټولو پړاؤنو کې د حج په موسم کې خانه کعبې ته بولي، سږکال ئې هم له درستې نړۍ څخه لکونو مسلمانان ،د توحید او وحدت او یووالي دغه مرکز ته مجذوب کړي او دا ولولناک او د مختلفو ملیّتونو د خلکو عظیم ټول او د اسلام د معنوي عامل قوت او پراخ انساني ځواک ئې د ځان او پرَدیو په لور نندارې ته کاږلی دی.
د حج لویه اجتماع او پيچلي مناسک هرکله د تدّبر په سترګه ولیدل شي، نو د مسلمانانو لپاره د زړه قوت او د ډاډ سرچینه ده ، او د دښمن او بدغواړو لپاره له هیّبت ډکه او ویرؤنکي ده.
د حیرانتیا ځاي نه دی ،که د اسلامی امت بدغواړي او دښمنان ،د حج د فریضې دغه دواړه لوري د تخریب او شک څپې وبریښوي، نو هغه که د دیني او سیاسی توپیرونو سترښودل وي او که د معنوي او دقدسي اړخونو کم بریښول.
قرآن کریم، حج د انسانانو د یوشان کرامت مظهر، د خشوع او ذکر او عبودیّت نښه، د انسان د معنوي او مادي ژوندمنظمیدا، د هدایت او برکت بیلګه، د وروڼو ترمینځ د عملی خبرو او اخلاقي آرامښت مظهر او د دښمنانو په وړاندې د بیزارۍ بیلګه او قدرتمنه جبهه معرفي کوي.
له حج سره په اړونده آیتونو کې تدّبر او ددغې بې مثاله فریضې په اعمالو او مناسک کې فکر او تامل، دا او د دوي په شان مخکې راز او رمزونه ،مونږ ته د حج په پيچلي ترکیب کې راښکارکوي.
تاسو حج اداکونکي خوئيندې او وروڼه، اوس ددغو حقایقو او لوړو معارفو د تمرین په ډګر کې یاست. خپل عمل او لیدتوګه ورسره لا نزدې او لانزدې کړئ ، او په دغو لوړو مفاهیمو سره اغښلی او رغول شوی هویّت بیرته کور ته له ځان سره یوسئ، دا د تاسو د حج د سفر هماغه حقیقي او ارزښتمن سوغات دي.
سږکال د برائت مسئله له تیرو کلونو څخه لا جوَته ده . د غزې بوږنونکي غمیزې چې په اوسمهال تاریخ کې بې ساري دي، او د سخت زړه او قساوت د بیلګې او د بې رحمه او البته د مخ په ځوړتیا صهیونیسټي رژيم ګستاخئ،،د هیڅ یوه مسلمانې فرقې ، حکومت ، ګوند او وګړي لپاره هیڅ ملاحظه او مماشات باقي پریښودلي نه دي. د سږکال برائت او کرکه باید د حج د میقات او موسم څخه ورآخوا په درستې نړۍ کې په مسلمان میشته هیوادونو او ښارونو کې دوام ومومي او د حج له ادکونکو ورآخو د خلکو نورو پرګنو ته هم وغزیږي.
له صهیونیسټ رژیم او د هغو له ملاتړو په تیره بیا د امریکا له متحده ایالاتو څخه دغه برائت او کرکه باید په قول او عمل کې خپلو ملتونو او حکومتونو ته وروښئئ او پر جلادو ډګر تنګ کړئ.
د فلسطین او د غزې د مظلومو او صبرناکو خلکو وسپنیز مقاومت چې د هغوي مقاومت او د صبر پرتم او ولولې، درسته نړۍ ستاینې او قدرونې ته اړکړې ده ،باید له هر اړخه ئې ملاتړ او پشتیباني وشي.
له خداوندمتعاله د دوي لپاره د بشپړ او زر بریالیتوب دعا کوم او د تاسو قدرمنو حاجیانو لپاره هم د قبول حج هیله کوم.د حضرت بقیة الله (عجل) مستجابه دعا د تاسو پشتیبانه ووسه.
والسّلامعلیکمورحمةالله
سیّدعلی خامنهای
د ۱۴۴۵قمری کال د ذی الحجې ۴
د ۱۴۰۳لمریز کال د غبرګولې ۲۲
۲۲ خرداد ۱۴۰۳